د کډوالو نړیواله اداره: ایران په زوره افغان کډوال له هیواده شړلي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کډوالۍ نړیواله اداره وايي، د روان ۲۰۱۹ کال له جنورۍ میاشتې څخه تر دامهاله له ایران څخه ۲ لکه ۸۳ زره ۴۶۷ تنه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان ویلي، چې د یادو کډوالو تر نیمايي زیاته برخه یې په زوره له ایران څخه افغانستان ته شړل شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له پیل څخه بیا تر دا مهاله یولک ۲۴زره ۶۹۶ افغان کډوال له ایران څخه په داوطلب او یولک ۵۸زره ۷۷۱ تنه یې په زوره خپل هېواد ته شړل شوي دي.
راپور وايي، چې د روانې اګست میاشتې له یوولسمې څخه بیا د یادې میاشتې تر ۱۷مې ۳۸۷۹ افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي، چې ۱۸۰۵ تنه یې په داوطلب او ۲۳۷۱ تنه یې په زوره ایستل شوي دي.
له ایران څخه د افغان کډوالو په ایستلو کې پر داسې مهال زیاتوالي راځي چې د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت چارواکو په وینا پر ایران د امریکا وروستیو اقتصادي بندیزونو او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایراني تومن ټيټېدو په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت هم منفي اغېز کړی دی.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments