د کچالانو ځانګړتیاوې

comments 0

0 Views

کچالو، چې نسبتا د دوبي د موسم په پرتله په ژمي کې ډېر استعمالېږي، د ښو خوړو تر څنګ د بدن د غښتلتیا درمل هم دی. که یو کمزوری انسان یې په مسلسه توګه وخوري، د بدن په غښتلتیا او سلامتیا کې پوره مرسته کوي، ځکه خو یې د ښې ذایقې (خوند) له امله استعمال زیات او د زیاتو پخېدونکو خوړو سره یوځای پخېږي.
کچالو څو ډوله وي؛ په افغانستان کې الو ته کچالو ويل کېږي. پخپله کچالو له الو سره په لږ څه توپير جسمي بېلتون لري. د کرنې علمپوهان وايي، د کچالو قسمونه تر ۳۳ هم زیات دي. په ځینو هېوادونو کې چې مالګینې اوبه لري، د خړرنګ کچالو استعمالېږي چې دې ډول کچالو ته موږ خوږلوړي کچالو وايو. زموږ په هېواد کې اکثر د سور رنګ کچالو زیات او د ښه خوند کچالو یادېږي.
کچالو د هر هېواد په ښه محصول کې مرسته کوي. د هر هېواد د خوړو په څلورم محصول کې شمېرل کیږي. که کچالو مېوه نه ده، د مېوې په څېر د انسان بدن ته قوت ورکوي. په هغه هېواد کې چې د غنمو، وریجو، لوبیا او نورو خوړو ترڅنګ کچالو زیات حاصل ورکړي، د کرنې په پرمختګ کې هم شمېرل کیږي.
یواځې هغه کسان چې زیات چاغ او یا د زړه په مرض اخته وي، د هغوی لپاره یې استعمال ګټورنه دی، ځکه کچالو پراخ ګټور ویټامینونه لري د دا ډول کسانو لپاره یې خوراک تاواني وي.
د کچالو په اړه روغتیاپوهان وايي چې په ټولو پخېدونکو خوړو کې ژرهضمه خواړه دي. د ښو خوړوترڅنګ درمل هم دي. د کاروتنوییدا او فالونوئيدا لرونکي دي چې د خوراک په ښه هضم او د بدن په غښتلتیا کې پوره مرسته کوي.
د انسان په بدن کې د یو شمېر مرضونو د مقاومت لپاره په کچالو کې ویټامین سي شته چې بدن قوي ساتي، اوهم د وینې د فشار په مخنيوي کې مرسته کوي. د ټولنې په هرو څلورو یا پنځو کسانو کې د وینې د فشار مریضان زیات لیدل کېږي؛ کچالو چې پراخ پوتاشیم هم لري، د وینې د فشار د کنترول ترڅنګ د ویټامین بي شپږ په لرلو سره دماغو ته هم ډېره ګټه رسوي.
روغتیا پوهان وايي: په کچالو کې د ګټورو موادو ترڅنګ هغه ماده هم شته چې په خوړو یې د ژمي د یخنۍ په مقابل کې د انسان وجود ته مقاومت ورکوي. ځکه یو شمېر روغتیاپوهان د کمې وينې درلودونکو مريضانو ته په ژمي کې د لوبیا او کچالو د زیات استعمال مشورې ورکوي.

Share this page to Telegram

Comments