د کوکنارو د مخنیوي په موخه غونډې پيل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت مخنيوي په موخه غونډه وشوه او له قومي مشرانو په کلکه غوښتنه شوې له دولت سره د همکارۍ لپاره دې په خپلو ځمکو د کوکنارو له کښت خلک راوګرځوي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د کوکنارو د مخنیوي په موخه غونډه کې دیني علماوو هم ګډون درلود او د کوکنارو کښت یې په اسلام کې ناروا یاد کړ.
علماوو له خلکو غوښتنه کړې چې د کوکنارو په کښت، حاصلاحاتو او قاچاق سره هر کال د روږدو کسانو شمېر زیاتیږي چې له روږدو کسانو سره په ګنا کې دهقان شریک دی.
د خبرپاڼې له مخې غونډه کې دولتي چارواکو خلکو ته ژمنه ورکړې چې په بیلابیلو برخو کې به ورسره مرستې وکړي چې د خلکو ژوند ورسره هوسا شي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *