د کوچیانو ښوونځي په کمپيوټر سمبال شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لومړي ځل لپاره په کابل کې د کوچیانو دری ښوونځي په کمپیوټرونو او انټرنیټ سمبالیږي.
د مخابراتو وزارت د اترا ادارې چارواکي وايي، کوچیان په تېر کې محروم ساتل شوي او د دوی لپاره به مخابراتي خدماتو کې جدي هڅې وکړي.
د اترا ادارې مسوولینو له کوچیانو سره ژمنه وکړه چې د ټکنالوجۍ په برخه کې به یې انټرنیټ او مخابراتو ته اسانتیاوې زیاتې کړي.
د کوچیان د لوی ریاست رییس دلاور فیضان وايي، له دې سره به کوچیانو ته د پرمختګ زمینه برابره شي.
د کوچیانو غوښتنه له وزارتونو او نورو دولتي ادارو دا ده چې د کوچیانو حق ورکړي او د پرمختګ لپاره ورته په بیلابیلو برخو کې زمینه سازي وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply