د کوهستان ولسوالۍ افغان ځواکونو بیرته ونیوله

comments 0

0 Views

هندوکش – فاریاب: امنیتي ځواکونه وایي چې د فاریاب، کوهستان ولسوالۍ مرکز یې له طالبانو نیولی دی.
د فاریاب امنیه قومندان نبي جان ملاخېل وایي چې د کوهستان مرکز لولاش تېره ورځ د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو.
نوموړی وایي چې په دغو عملیاتو کې ۳۰ طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
هغه زیاتوي چې افغان ځواکونه لا هم د پرمختګ په حال کې دي.
د کمانډو ځواکونو یوه ویاند جاوید سلیم پر خپل فیسبوک لیکلي چې فاریاب کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
دولتي سرچینو په دغو عملیاتو کې د یو تن کمانډو سرتېري شهید کېدل هم تایید کړي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments