د کونړ چارواکو د لرګیو قاچاق مخه نیولې

comments 0

0 Views

هندوکش – کونړ: پولیس وایي قاچاقوړونکو غوښتل چې شل جوړې چارتراش د سیند له لارې ولېږدوي.
د پولیسو په خبره دغه چارتراش د جالو په وسیله ننګرهار ته لېږدول کېدل چې تېره شپه د نورګل ولسوالۍ په اړوند سیمه کې ونیول شول.
پولیسو نه دي ویلي چې په دې تړاو څوک نیول شوي هم دي کنه .
له تېرو څوکلونو راهیسې یو ځل بیا د لرګېو پر لېږدولو بندیز لګېدلی دی چې چارواکي یي موخه د ځنګلونو ساتنه بولي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments