د کونړ ولایت امنیتی چارواکی وایی د چانیزو عملیاتو په ترڅ کی دطالبانو پنځه میله وسلی نیولی دی

comments 0

8402 Views

هندوکش- کونړ: په کونړ کی دملی اردو د ۲۰۱ لومړی سیلاب قول اردو د دوهمی پلی لوا قوماندان جنرال میرویس ساپی وایی : دغه عملیات داسمار ولسوالۍ اړوند د ډمبرو په سیمه کی ترسره شو چې په ترڅ کی دطالبانو څخه پنځه میله وسلی نیولی شوی او دښمن په تیښته بریالی شوی دی .
د عملیاتو مسوول دملی اردو دلومړی کنډک قوماندان ډګرمن پیر احمد وایی : دښمن دافغان ځواکون و سره دمقابلی توان نلری یواځی ، په عامو خلکو او په عامه ځایونو کی دبمونو په چولو او شومو اعمالو لاس پوری کوی .
دسیمی اوسیدونکی دغه عملیات دخپلې سیمې دامنیت لپاره ګتور بولی وایی : په دغه سیمه کی به طالبانو جګړی کولی چی له یوه لوری به زموږ ماشومانو دخپلو کورنو څخه نشو وتلی او له بلی لوری به دلوی لاری مسافر په لاره کی بند پاتی وو .
دملی ارد دلوا قوماندان جنرال میرویس ساپی وایی : په ټول کونړ کی به ورته تصفیوی عملیات ترسره کړو ترڅو خلک راتلونکی لوی اختر د امن په فضا کی ونمانځی .
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments