د کوفتې کباب

comments 0

0 Views

اړين مواد:
1. د کوفتې غوښي نيم کېلو .
2. پياز يوه دانه .
3. هګۍ دوې دانې .
4. تور مرچ يوه د چايو کاچوغه .
5. د ګشنيز تخم دوې د چايو کاچوغي .
6. مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه. .
7. بادرنګ يوه دانه .
8. روميان د ضرورت په اندازه .
9. د غاښو خلال د ضرورت په اندازه .
10. غوړي د سره کېدو لپاره. د پخېدو ترتيب: غوښي او پياز دوه واره تر ماشين وباسئ، مالګه، مرچ، د ګشنيز تخم ور واچوئ او ښه يې واغږئ.
بيا هګۍ سره ووهئ او غوښو ته يې واچوئ، ښه يې سره ګډ کدئ.
بيا له دې غوښو څخه کوچنۍ کوچنۍ کوفتې جوړي کړئ.
په غوړو کي يې سرې کړئ. بادرنګ په اوږدو څلور ځايه کړئ.
او بيا يې ټوټه ټوټه کړئ. روميان هم دغسي ټوټه ټوټه کړئ. بيا د خلال په خاشه باندي يوه ټوټه رومى، يوه دانه کباب او يوه ټوټه بادرنګ وپېيئ ،ټول کباب په دې ډول په خاشو وپېيئ او د سلاتې سره يې په غوري يا غاب کي واړوئ.
فریده خپلواک

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *