د کوریا ټاپو وزمې وضعیت په کړکیچ بدل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – فلپین: د امریکا د دفاع وزیر جیمس ماټیس په فلپین کې د سویل ختیځې اسیا هیوادونو د وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ.
ماټیس په دغه غونډه کې د جاپان او سویلي کوریا له استازو سره وکتل او په دغه درې اړخیزه غونډه کې یې د شمالي کوریا د روان کړکیچ په اړه خبرې وکړې.
ماټيس وويل؛ شمالي کوریا د امنیت شورا او امریکا د بندیزونو سربیره د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي.
(د شمالي کوریا پارونکي حرکات د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي. شمالي کوریا د امریکا او امنیت شورا سربیره هم خپلو توغندیزو ازموینو ته دوام ورکړی دی. زه دلته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن خبره تکراروم چې موږ له اټومي وسلې پرته کوریا غواړو.)
همدا راز د جاپان د دفاع وزیر هم د ماټيس د خبرو پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې د کوریا ټاپو وزمې وضعیت ډير جدي دی او د یو ستر کړکیچ تر حده لوړ شوی دی.
(شمالي کوریا د تیر کال راهیسې په پرلپسې توګه د بالیستيکې توغندیو ازموینه کوي. د هغوی اټومي پروګرام ورځ تر بلې پرمختګ کوي. دغه ګواښونه په یو ستر کړکیچ بدل شوي دي.)
په دغه درې اړخیزه غونډه کې ښکیلو خواو هوکړه چې په نږدې راتلونکي کې به ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي.
دغه تمرینونه د شمالي کوریا د وروستیو ګواښونو په ضد ترسره کیږي چې دوه ورځې به دوام وکړي.
فضل احمد الکوزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *