د کورنیو چارو وزارت 14 ولایتونو ته نوي امنیه قوماندانان معرفی کړل

comments 0

242 Views

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت نه په یوې خپاره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې یاد وزارت څوارلسو ولایتونو او د پولیسو د دوو زونونو لپاره نوي امنیه قوماندنان معرفي کړي دي.
د خبر پاڼې پر بنسټ، په دغو نویو ګمارنو کې پاسوال خلیل الله د ۳۰۳ زون قومندان او مل پاسوال راز محمد د ۸۰۸ زون د قومندان په توګه ګمارل شوي دي.
خبرپاڼه همداراز کاږي چې، عبدالرحمن اقتاش د تخار، عبدالروف ارزګاني د لغمان، فرید مشعل د غزني، امین الله امرخیل د هرات ، اختر محمد نورزی د خوست، نبي جان ملاخیل د فاریاب، عبدالقیوم باقي زوی د سرپل، محمد ابدالي د لوګر، سید عباس سادات د نورستان، محمد صابر د بدخشان، غلام سخي غفوري د دایکندي او احمد فهیم قایم د بادغیس لپاره د امنیه قومندانانو په توګه ګمارل شوي دي.
خبر پاڼه زیاته وي دغو نويو معرفي شویو امنیه قومندانانو نه وغوښتل شول، چې فساد سره دې کلکه مبارزه وکړي.
دا نوي قوماندان د کورنیو چارو په وزارت کې په یوه غونډه کې، چې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم په کې ګډون درلود ددغه وزارت منسوبینو ته معرفي شول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments