د کورنیو چارو وزارت: پولیسو له نهو خونړیو پېښو مخنیوی کړی

comments 0

350 Views

هندوکش – کابل: له کورنیو چارو وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د خوست، پکتیا، زابل او کابل ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو له نهو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
خبر له مخې، ترهګرو طالبانو د خوست په اسمعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې څلور کړۍ ماینونه، د پکتیا د مرکز ګردېز ښار په باغیشاه سیمه کې دوه کړۍ ماینونه، د زابل د شهرصفا ولسوالۍ په اسحاق زي مانده سیمه کې هم دوه کړۍ ماینونه او د کابل د اتمې ناحیې په اړوند سیمه کې په یوه موټر کې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او د یادو ولایتونو د امنیه قومندانیو د انجینیرۍ ډلې لخوا شنډ شول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments