د کورنیو چارو وزارت: په خوست کې له یوې ماین چاودنې مخنوی شوی دې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: له کورنیو چارو وزارته په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان امنیتی ځواکونو په یو کشفي او استخباراتي عملیاتو کې د دولت ضد وسله والو لخوا یو ځاې پر ځاې شوې ماین کشف او خنثې شوې دې.
د خبرپاڼې له مخې، د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ اړوند د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د زنیخېلو خواجه رحیم سیمې ملي پولیسو په زنیخېلو سیمه کې له یوې ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د زنیخېلو اړوند سیمه کې د ملکي مرګ ژوبلې لپاره د وسایطو ضد ماین ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې د امنیه قومندانۍ د انجینیرۍ ډلې لخوا شنډ شو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments