د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین هلمند ته د لویو لارو د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه تللی

comments 0

7 Views

هندوکش ـــ هلمند: پرون د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت هلمند ولایت ته تللی او هلته یې د لارو امنیتي وضعیت او همداراز د بار وړونکو موټر چلوونکو وضعیت او ستونزې له نږدې کتلې او ارزولې دي.
مل پاسوال خوشحال سعادت پر لویو لارو له څارځایونو (چېک پاینټونو) هم لیدنه کړې او شته غیرضروري څارځایونه یې له منځه وړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین پر لویو لارو موظفو منسوبینو ته هم د ښې امنیت ساتنې توصیه او د موټر چلوونکو له ځورونې د ډډې سپارښتنې کړې او ویلي دي، چې د ملي پولیسو هر هغه منسوب چې د وظیفوي غفلت پر مهال ولیدل شي؛ د قانون له جدي چلند سره به مخ شي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments