د کورنیو ځواکونو د سترو بریاوو فصل / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

که په تېرو پنځو کلونو کې بدلونونو ته پام وکړو، نو لومړى د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته کورنی ځواکونه له ستر ازمونه را ووتل، چې دې ته د [ پایښت ] کال هم ویل کېږی، وروسته د هېواد د دفاع کال پیل شو، خو وروستی درى کلونه کورنی ځواکونه وتوانېدل، چې له دفاعی حالته را ووزی او پر دښمن یرغلیز برید ته چمتو شی، دغه حالت د کورنیو ځواکونو نړیوال ملاتړ او باور لا پسې پیاوړى کا، په دې موده کې کورنی ځواکونه وتوانېدل، چې د لویو ښارونو او یا ولایتونو د سقوط مخینوى وکړی، په هغې موده کې دښمن ته سخت زیانونه واوښتل، خو یو شمېر دښمنو هېوادونو لکه پاکستان او روسیې عملاً د طالبانو او ترهګرو د لوېدلی مورال د پیاوړی کولو هڅې وکړې، دې ډلو ته یې پرمختللې وسلې هم ورکړې، چې ښه بېلګه یې د شپې په توره تیاره کې نښه ویشتونکی پرمختللی روسی ټوپک یادولى شو، روسانو هم لکه د شلمې پیړۍ په اتیا یمه لسیزه کې لکه د امریکا او نړیوالې ټولنې په څېر، د شوروی پرضد مجاهدینو ته د پرمختللیو وسلو د ورکړې په څېر، په تېرو دوو کلونو کې، دا ځل د امریکا او ناټو او دغه راز افغان حکومت د ځپلو په هیله، طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو ته پرمختللې وسلې ورکړې، هم یې څارګر په ډېر مهارت سره په داعش ترهګره ډله کې ور داخل کړل، چې د ځان پر ګټه حالات ورڅرخوی او د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه د افغان حکومت ملاتړ او په تېره بیا د هېواد پرېښوودلو ته اړ باسی، خو همدا کورنی ځواکونه وو، چې د خپلو سرښندنو او مېړانې په ښکاره کولو سره یې نه یوازې د دښمن دا شومه هیله له ناکامۍ سره مخ کړه، بلکې برعکس یې د ناټو ملاتړ لا نور هم را جلب کړ، د دې ترڅنګ ولسمشر محمد اشرف غنی پر کورنیو ځواکونو د لا نورې پانګونې لړۍ پراخه کړه، چې په ترڅ کې یې د کومانډو تر څنګ ځانګړی ځواکونه رامنځته شول، بیا د ځانګړیو ځواکونو ډله، پر فرقه او اوس پر قول اردو بدله شوې ده. د کورنیو ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته کورونه او نور امکانات برابر شوی دی، د هغوى د ټپیانو درملنه په لوړه کچه کېږی او په دې برخه کې د فساد مخنیوى شوى دى. د کورنیو ځواکونو د ملاتړ لپاره هوایی ځواک د رغېدا او پیاوړی کېدا په حال کې دى، مځکنی ځواکونو ته اوس ښه روزنه او پرمختللې وسلې هم ورکول کېږی، امریکا او ناټو د امنیتی او دفاعی تړونونو له مخې ژمنیا لری، چې پر افغان ځواکونو پانګونې ته زور ورکړی، هغوى د افغانستان امنیت، د خپل امنیت لپاره مهم ګڼی، همدا وجه وه، چې کورنی ځواکونه وتوانېدل، چې نوى فصل ایجاد کړی، موږ ولیدل، چې د روانې تلې په ۶ مه کورنیو ځواکونو د ولسمشریزو ټاکنو امنیت ټینګ کړاى شواى او د دښمن د ترهګریزو بریدونو مخینوى یې وکړ، اوس کورنیو ځواکونو د سقوط شویو ولسوالیو د نیولو اوله دښمنانو څخه د ناامنو سیمو د پاکولو لړۍ پراخه کړې ده، هغوى په دې کې ښه ځلېدلی دی، چې د دښمن د سر د سړیو او آن د القاعده د مهمو مشرانو په شمول یې ګڼ دښمنان وژلی او د هغوى زندانونه یې مات کړی دی! روان منى د کورنیو ځواکونو د بریا فصل دى، هغوى د نظام ستنې دی او د ملت د سر او مال ساتونکی، هغوى به همدا رنګه قانون پلى کوی او د هېواد لپاره به د دښمن ټول شوم پلانونه له خاورو سره خاورې کړی! خو څه چې لازم دی، هغه د تبلیغاتی جګړې سستوالى دى، چې افغان حکومت او د امریکاپه شمول ناټو په کې پاتې راغلی دی، دوى باید په دې برخه کې ستره پانګونه وکړی، ځکه د وسلو او تجهیزاتو له جګړې، فکری او تبلیغاتی جګړه ډېره مهمه ده، چې نه یوازې د کورنیو ځواکونو مورال لا پسې پیاوړى کوی، بلکې د دښمن پښې لړزوی او له منځه یې وړی، کورنی ځواکونه پیاوړی دی، خو د هغوى لپاره پر دې برخې پانګونه، د نظام ستر لومړیتوب دى!

Share this page to Telegram

Comments