د کنړ ولایت وروستيو توغندیزو بریدونو په اړوند / د افغانستان د متحدو علماو شورا اعلامیه!

comments 0

0 Views

متدینو هیوادوالو!
لکه څنګه چې تاسو پوهیږۍ زموږ ګران هېوا د افغانستان د اوږدې مودي راهیسې د پردیو په ځانګړي توګه دپاکستان داستخباراتې کړۍ دتوطیو او دسیسو ښکار دی اوتل یې هڅه کړي ترڅو افغانان په یوه اوبل نامه له کړاونو او ناخوالو سره مخ کړي او دخپلو ناوړو موخو دپلي کیدو په خاطر یې دترهګرو ملاتړ او په خپله خاوره کې یې روزنیز مرکزونه جوړ اوبیایې دمظلومو افغانانو د وژلو په موخه زموږ خاوري ته راستوي.
دا هغه حقیقت دی چې ددی هېواد هر وګړۍ یې احساسوي، چې پاکستان د ترهګرو ډلو یو ملاتړ کوونکي او روزنکي هیواد دې او تل یې هڅه کړي تر څو د دغو ترهګرو ډلو په مټ په سیمه او په ځانګړی توګه په افغانستان کې یو لړ ترهګریزي کړنې ترسره کړي، خو پاکستان نه یوازې دا چې افغانستان ته یې د ترهګرو ډلو په رارلیږلو بسنه نده کړي تل یې زمونږ پر سرحدي سیمو باندې د توغندیو په توغولو سره د نړیوالو قوانینو پر خلاف زمونږ پر خاوره او حریم باندې ښکاره یرغل کړی چې په دې وروستیو ورځو کې یو ځل بیا د کنړ ولایت په سرحدي سیمو باندې په سلګونو توغندي توغولي دي، دا په داسې حال کې ده چې څه موده د مخه د پاکستان لومړی وزیر امریکا ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې په افغانستان کې د یوې تلپاتي سولې د ټینګښټ او له افغان حکومت سره د بین الافغانی خبرو ته د طالبانو آماده کولو په موخه ټینکار درلود او امریکا ته یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سولې لپاره به له هیڅ ډول هلو ځلو ډډه ونکړي، خو د پاکستاني پوځیانو لخوا په داسې حال کې د افغانستان په سرحدی سیمو باندې توغندي توغول کیږي چې د افغانستان د سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او طالبانو تر منځ په دوحه کې د نهم پړاو خبري پیل شوي دي.
دا یو حقیقت دی چې پاکستاني چارواکي هیڅ کله هم په وینا او عمل کې ریښتیني ندي او دا هم څرګنده خبره ده چې پاکستان به هیڅ کله هم نه د افغانستان دوست شي او نه هم د دوستي هوډ لري . دا چې د پاکستان دوستي او دښمنۍ هر افغان په ښه شان درک کړی ده چې د څلور لسیزو ناخوالو او ناورین اصلی لامل همدا پاکستان دی، اوس نه یوازی افغانان پدی ستر حقیقت پوهیدلی بلکه نړیوالو هم درک کړي چې پاکستان د ترهګرو اصلی حامی او روزونکی هیواد دی، همدا وجه ده چې نن پاکستان ته د یو ترهګر هیواد په توګه کتل کیږي، هاند دا چې د امریکا متحده ایالاتو چارواکو هم په وار وار سره پاکستان د تروریزم ملاتړ کوونکی هیواد بلل او تر نړیوالو بندیزونو لاندې راوستي دی.
دا چې د پاکستان هیواد دغه کړنه د افغانستان پر خاوره او حریم باندې یو ښکاری یرغل او د نړیوالو قوانینو پر خلاف یو عمل دی، نو له دې امله د افغانستان ولس اوپه ځانګړی ټوګه د افغانستان د متحدو علماو شورا له نړیواله ټولني په کلکه غواړو چې د پاکستان هیواد د دغه ناړوه چلند پر وړاندې غبرګون وښي ترڅود خپلو ناوړو کړنو او موخو لپاره زمونږ پر خاوړه د توغندیو له توغولو او په سیمه کې د ترهګرو ډلو له تمویل او تجهیز څخه لاس په سر او په سیمه کې د یوې تلپاتي سولې او ثبات په ټنګښت کې ریښتیني ګامونه پورته کړي.

Share this page to Telegram

Comments