د کندهار پولیسو درې تنه وسله وال طالبان او دوه نفوذي کسان نیولي دي

comments 0

2 Views

هندوکش-کندهار: د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارګزی وايي، پولیسو دغه کسان د کندهار په بېلابیلو ولسوالیو کې نیولي دي.
هغه وايي، په دغه وسله والو کي درې تنه یې هغه کسان دي چې په ولسوالیو کې یې تخریبي او ورانکاري فعالیتونه کول او دوه تنه یې هغه کسان دي چې غوښتل یې د کندهار په میوند ولسوالي کې په پولیسو کې ځان شامل کړي وروسته بیا برید تر سره کړي.
ده وویل، دغه دوه کسان د طالبانو نفوذي کسان دي چې تر پلټني وروسته ونیول شول.
نیول شویو کسانو هم پر خپلو کړنو اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د دولت پر ضد یې ترهګریز فعالیتونه تر سره کول.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments