د کندهار په میوند کې د هوایي بريدونو له امله ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.

comments 0

8 Views

په وژل شویو وسله والو کې د میوند ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال حافظ ملتان د ډلې درې غړي هم شامل دي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحيی علوي ازادي راډيو ته وويل، افغان ځواکونو هوایي عمليات تېره شپه د میوند ولسوالۍ د عظيم جان کارېز او کلا ښامير په سیمو کې د وسله والو پر يوه پټنځای او يو موټر ترسره کړي چې له امله یې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.
علوي وایي، په ترسره شویو عملياتو کې د وسله والو يو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند همداراز وایي چې د ملي اردو ځواکونو په عملياتو کې د زابل په ارغنداب او د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې هم ۳ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments