د کندهار په شاولیکوټ او ښورابک ولسوالیو کې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي دي

comments 0

29 Views

هندوکش – کندهار: امنیتي چارواکي وايي، چې د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره په نښه کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ مسولین وايي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو په ښورابک ولسوالۍ کې پر ځینو پوستو برید وکړ چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دی وایي، په دې نښته کې پولیسو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
بل خوا د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسولین وايي، د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند تورن صادق عسي وايي، چې دغه کسان د طالبانو د قوماندان ملاقاسم په ګروپ بوري مربوط وو.
چارواکي وایي، په ځینو ولسوالیو کې د عملیاتو پلان لري تر څو هغه سیمي چې وسله وال پکښي فعالیت کوي تصفیه کړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments