د کندهار پر امنیه قوماندانۍ په برید کې تر ټولو زیان ملکي کسانو ته اوښتی

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وايي، چې بريد دپنج شنبې ناوخته پای ته ورسېدی او برید کوونکي ټول ووژل شول.
هغه وایي، په برید کې شاوخوا نیوي تنو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز درې پولیس وژل شوي او یو شمېر ژوبل دي.
دی وایي، دغه راز د امنیې قوماندانۍ څنګ ته په ګمرګ کې د سوداګرو یو شمېر موټر چلوونکي او توکې هم سوځول شوي چې هغوی ته دروند مالي زیان اوښتی.
دقندهار دامنیه قوماندان له قوله، طالبانو په نوموړې بریدکې سوداګرو ته ۳۰۰ میلونه افغانیو څخه زیات زیان اړولي دي.
په دغه برید کې ښځو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز د ډیری کورونو ښيښې هم ماتي شوي.
د کندهار اوسېدونکو دغه برید په کلکه غندلی او وايي، د ملکي کسانو وژل غیر اسلامي او غیر انساني عمل دی چې طالبان یې تر سره کوي.
وسله وال طالبان دا برید په داسي حال کې تر سره کوي چې، د دوحې په وروستۍ غونډه کې یې د افغانانو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو او د سولې ژمنه کړې وه.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments