د کندهار ولایتي مسؤلین وايي، د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره بشپړه چمتوالی لري

comments 0

439 Views

هندوکش-کندهار: ددغه ولایت چارواکي وايي چي د کندهار په شپاړسو ولسوالیو کي به خلګ د ټاکنو په ملي بهیر کي ونډه واخلي، خو د معروف ولسوالي اوسیدونکي شاید د ټاکنو له بهیر څخه بې برخي شي، او هلته ټاکني ونشي.
د دوی په وینا، په هغو ټولو نا امنه ولسواليو کې یې چاڼیز عملیات پیل کړي، چې اوسېدونکي یې د ټاکنو د امنیت په اړه اندېښنې لري.
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وايي، افغان ځواکونو په دغو ولسواليو کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د امنیت لپاره پوره چمتووالی نيولی دی
کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې چي په تیرو پارلماني ټاکنو کې يې ١٧٣ د رايو مرکزونه درلودل چې له دې ډلې څخه يې دوه مرکزونه تړلي وو، خو دا ځل تر اوسه پورې اووه مرکزونه تړلي دي.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments