د کندهار والي: په ټاکنو کي د زورواکو مداخله امکان نه لري

comments 0

1 Views

هندوکش : کندهار: د کندهار والي وايي چي په کندهار کي د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو له پاره بشپړه آمادګي نیول سوې او وايي چي دا ځل به ټاکنو کي د زورواکو د مداخلې هیڅ امکان نه وي.
نن چهار شنبه (۲۷ سنبله) په کندهار ولایت مقام کي د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د کندهار د خبریالانو مرکز (KJC)، افغان خبریالانو د خونديتوب کمېټې، د ولایت مقام، ولایتي ادارو رئیسانو، رسنیو، مدني ټولنو او امنيتي مسؤلینو تر منځ د همږغۍ غونډه تر سره سوه.
په دغه غونډه کي د کندهار والي حیات الله حیات د ټاکنو د اهمیت تر څنګ وویل چي د ټاکنو په ورځ باید دولتي مسؤلین، رسنۍ، د ټاکنو د څار بنسټونه، مدني فعالان او امنيتي مسؤلین خپل ملي وجیبه په سم ډول تر سره کړي.
هغه وايي، چي د دوی په شمول به هیڅ څوک په ټاکنو کي مداخله و نه کړي او زیاته يې کړه چي د دوی مسؤلیت دی، تر څو د ټاکنو له پاره خوندي چاپېریال برابر کړي. حیات وايي، د ټاکنو له پاره په ټولو برخو کي لوړ امنيتي او لوجستکي تدابیر نیول سوي دي. ده وویل: “موږ نن د ټولو امنيتي مسؤلینو، د ولسوالیو امنیه قومندانانو او امنیت ملي مسؤلینو تر منځ جلسه درلوده. دوی ډاډ راکړ چي د ټاکنو په ۱۶۹ مرکزونو کي به ټاکني کېږي، ټول آماده دي.”
د کندهار والي همدا راز د رسنیو او مدني ټولنو په اړه وویل چي دوی د ولسونو د هڅوني په برخه کي دروند مسؤلیت لري. هغه وايي چي رسنۍ د ټولني سترګي دي او مدني ټولني د خلکو آواز دی. د ده په وینا: “که چېري رسنۍ، مدني ټولني او د ټاکنو د څار بنسټونه لاس سره یو کړي، د هر ډول فریب او درغلۍ مخ به ونیول سي.”

کندهار والي همدا راز وویل چي د ټاکنو په ورځ به په ولایت مقام کي د شکایتونو او ستونزو د اورېدلو له پاره د امنیه قومندانۍ، ملي امنیت، قول اردو او ټاکنو ملي بنسټونو د مسؤلینو څخه د ټاکنو د سوق ادارې یو مرکز جوړ هم کړي؛ تر څو ژر تر ژر هغو شکایتونو او ستونزو ته رسيدګي وکړي چي د خلکو له خوا ورته ویل کېږي.
په دغه غونډه کي د افغان خبریالانو د خونډیتوب کمېټې مسؤل او د کندهار د خبریالانو د مرکز مشر احمدلودین هم د ټاکنو پر اهمیت په دغه ورځ د رسنیو پر مسؤلیت خبري وکړې.
نوموړي وویل چي رسنۍ مسؤلیت لري تر څو د ټاکنو په اړه د خلکو ذهن روښانه کړي او خلکو ته وخت پر مخت معلومات ورکړي. لودین وویل: “دا چي ټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځي پاته دي، له ټولو دولتي او امنيتي مسؤلینو څخه غوښتنه کوو چي رسنیو او خبریالونو ته پر وخت دقیق معلومات ورکړي او د ټاکنو اړوند ستونزو ته يې لاسرسی وکړي.”
د پروګرام په پای کي د ټاکنو خپلواک کمیسون رئیس، خبریالانو، مدني ټولني او قول اردو استازو تر منځ یو پنل جوړ کړل سو او د خلکو هغو پوښتنو ته جوابونه وویل سوه چي د ټاکنو او اړوند بنسټونو په اړه يې وه.
ټاکل سوې ده چي د میزان پر ۶ په هیواد کي د ۱۳۹۸ ه.ش کال ولسمشریزي ټاکني تر سره سي.
ننګیالۍ کوهنورد

سرچینه : کندهار

Share this page to Telegram

Comments