د کندهار مرستیال والي: په ولسواليو کې وسله والو طالبانو د تعلیم مخه نیولې

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار مرستیال والي اغالالی دستګیري وایي، د کندهار په ځینو ولسوالیو کې د بندو ښوونځیو مسول وسله وال طالبان دي.
هغه د چهار شنبې په ورځ د پوهنې په اړه په یوه غونډه کې وویل، د پوهنې په برخه کې په کندهار کې پرمختګ راغلی او په دې برخه کې د موئسساتو همکاري د پام وړ ده.
د پوهني په برخه کې د ظرفیت لوړونې، روڼتیا او حساب ورکونې په اړه دغه غونډه د امریکا نړیوالي پراختیايي ادارې په مرسته جوړه شوې وه.
اغالالي دستګیري وویل، دغه موئسسې د پوهني په برخه کې ښه فعالیت کړی او د پوهنې ریاست سره يې د ظرفیت لوړونې او نورو برخو کې زیاته همکاري کړې.
هغه وویل، په ځینو ولسوالیو کې وسله وال طالبان د تعلیمي بهیر مخه نیسي چې باید د سیمي خلک يې مخنیوی وکړي او ښوونځي خپلو اولادونو ته خلاص کړي.
په کندهار کي د WADAN موئسسې مسول صدیق احمد رومان وايي، هڅه کوي چې د CBA یا ظرفیت لوړوني پروګرام له لاري د ښو ښونیزو خدمتونو رسولو په برخه کې هڅې زیاتي کړي.
هغه زیاته کړه، چې په کندهار کې يې د عامه پوهاوي لپاره شاوخوا درې سوه مبلغین په دندو ګمارلي تر
دغه راز د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي هم وویل، د WADAN موسسې فعالیت د پوهنې په برخه کې ګټور تمام شوی خو دغه اداره باید د پوهنې ادارې سره په نورو برخو کې هم مرستې وکړي.
ودان (WADAN) موئسسه د امریکا نړیوالي پراختیايي ادارې (USAID) په مالي ملاتړ فعالیت کوي چې د پوهني تر څنګ، د بشر حقوق، سیمه ییزې حکومت ولۍ د پياوړتیا او ځينو نورو برخو کې يې مرستې کړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments