د کندهار د برید ترشا / بریالی ویاړ

comments 0

0 Views

کندهار کې طالبانو د امنیه قومندانۍ د نشه‌‌يي توکو پرضد د مبارزې مدیریت باندې د تېرې پنجشنبې په ورځ ډله ییز ځانمرګي بریدونه وکړل چې نږدې ټول قربانیان یې ملکي وګړی و.
کله چې د کندهار امنیه قومندانۍ باندې برید وشو، سمدستي طالبانو اعلامیه خپره کړه او د برید مسوولیت یې ومنه، طالبانو اعلامیه کې لیکلي و چې ځانمرګو سره داسې وسیلې شته چې هرې خواته یې غورځوي، اور لګوي.
طالبانو رښتیا هم دا کار وکړ، له موټر بم برید وروسته یې امنیه قومندانۍ سره نږدې ګمرک ته اور غورځوونکي وسیلې ګوزار کړی او ګمرک کې ولاړې موټر یې سوځولي دی.
دا مالونه نه د ایساف و او نه د کوم بل دولتی ارګان، ټول د سوداګرو مالونه و او طالبانو له یوې مخې وسوځول چې سوداګرو ته یې زیات زیان اړولی دی.
د لومړنیو مالوماتو له مخې له موټرو پرته چې شپاړس لوی موټر پکې سوځیدلي دی، د سوداګرو د ۳۰۰ میلیونه افغانیو توکي په دې برید کې طالبانو سوځولي دي.
طالبانو موټر بم داسې ځای کې کړی چې شاوخوا کورنه او لویه لار باندې خلک و چې یو شمېر یې شهیدان کړي او نږدې ۹۰ ملکي وګړي یې ټپيآن کړي دي.
طالبانو د خپلو تبلیغاتو لپاره د پولیسو د مرګ ژوبلې یادونه کړې، خو په دې برید کې یواځې دوه پولیس شهیدان شوي او لس نور ټپيآن دی، نور ټول قربانیان ملکی وګړی دي او طالبان د دې لپاره د پولیسو مرګ ژوبله لوړه یادوي چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله پکې پټه کړي.
د دې برید له پای ته رسیدو سره سم ملي امنیت یو شمېر اسناد خپاره کړل چې دا برید په کویټه کې پلان شوی و، چې د پاکستان استخباراتي ادارې لاس پکې و.
د نارسمي سرچینو د مالوماتو له مخې طالبانو ځکه دې مدیریت باندې برید کړی و او اور یې اچولی و چې طالبان د نشه ‌يي توکو کاروبار کوي او د دې مدیریت څخه ډير زیانمن شوي و.
ځینې سیمو کې یې نشه‌يي توکي نیول شوی و او ځینو قضیو کې یې کسان نیول شوي و او طالبانو هڅه کړې چې په دې ټړاو ټول اسناد او شواهد وسوځوي.
خو د ملي امنیت مالومات ښيي چې دا برید کویټه کې ډیزاین شوی و او طالبانو ته دستور ورکول شوی چې امنیه قومندانۍ باندې برید وکړي او هر ځای ته یې چې لاس رسی پيدا کو، اور دې ورته واچوي.
طالبانو له برید سره سم ځکه د ګمرک لارۍ موټر سوځولي چې د دې برید لوی والی وښيي چې د اور لمبي تر لیرې ولیدل شي.
د طالبانو له دې ډول بریدونو هدف وخشت او ډار دی چې په خلکو کې یې پيدا کړي او نور هیڅ لاس ته نه شي راوړلی، یواځې دا چې خپل وحشت وښيي، ودانۍ او سیستم وسوځوي او له منځه یې یوسي او افغانان د جګړې قرباني کړي.
طالبان که هر څومره ووایي چې له پاکستان یې خپله لکۍ خلاصه کړې، خو هیڅکله دا کار نه شي کولی، پاکستان سره ټول طالبان یرغمل دي او هر هغه کار چې پآکستان یې غواړي طالبان یې کوي.
د کندهار او کندهار ته ورته بریدونو عاملین به هیڅکله افغانان و نه بخشي او نه به طالبان په دې ډول بریدونو سره کوم امتیاز ترلاسه کړي.

Share this page to Telegram

Comments