د کندهار دوه ولسوالیو کې طالبان وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، تېره ورځ طالب وسله والو غوښتل چې د میوند ولسوالۍ پر یو شمېر امنيتي پوستو د یوه “چارج شوي” موټر سایکل په واسطه برید وکړي، چې وروسته د افغان ځواکونو له ځوابي بریدونو سره مخ شوي او په رامنځته شوي، جګړه کې ګڼ شمېر طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او دیوه طالب وسله والو جسد او چارج شوی موټر سایکل د جګړې په ډګر کې پاتې شوي.
درانی همدا ډول زیاتوي، چې په میانشین ولسوالۍ کې هم طالب وسله والو پر “اوم” او “اتم” نمبر امنيتي پوستو بریدونه وکړه، چې د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوي، وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او له سيمې تښتېدلي دي.
هغه په دواړو جګړو کې وسله والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر ونه ښود.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply