د کندهار او زابل په ولایتونو کې افغان ځواکونو ۱۹کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي

comments 0

1 Views

هندوکش _ کندهار: د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې افغان ځواکونو دکندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ او میوند ولسوالۍ او دزابل ولایت په شینکي ولسوالۍ کې ۱۹ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد ماینونه د طالب وسلوالو له خوا د ولسي و ګړو او افغان ځواکونو
ته دمرګ ژوبلې په هدف ایښودل شوي و، چې د ۲۰۵ اتل قول اردو دانجینرۍ ټیم په مرسته کشف او له منځه یوړل.
په عین حال کې دیاد ولایت اوسیدونکو دافغان ځواکونو څخه دملاتړ ترڅنګ په طالبانو غږ کړی، چې د ولسي وګړو له وژنې څخه لاس واخلئ او سوله وکړئ.
عبدالله اچکزی

Share this page to Telegram

Comments