د کندهار اوسیدونکي د سولې او اوربند غوښتنه کوي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کندهار: په کندهار ولایت کې قومي مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوه سولیز لاریون په ترڅ کې د جګړې له ښکېلو غاړو څخه وغوښتل، چې تاوتریخوالی بس کړئ او د سولې لاره غوره کړئ.
د یاد لاریون ګډونوال وايي، طالبانو په دې ورستیو څو اونیو کې تاوتریخوالی زیات کړی دی او له یادې ډلې څخه غوښتنه کوي، چې سولې ته لومړیتوب ورکړي.
دوی همدا راز زیاتوي، چې په یاده ملي پروسه کې دې د دیني عالمانو او ځوانانو ونډه په پام کې ونیول شي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments