د کندز-تخار پر لار نښته کې طالبانو ماتې خوړلې

comments 0

12 Views

هندوکش ــ کندز: د افغانستان د ملي اردو چارواکي وايي چې د کندوز- تخار په لویه لار کې یې د باغ میري پر سیمه د طالبانو حمله له ماتې سره مخامخ کړې ده.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال عبدالهادي جمال وویل چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دقیق شمېر یې لا څرګند نه دی.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو مطبوعاتي دفتر بیا وايي چې د طالبانو حمله وروسته له دې وتمبول شوه چې کومکي ځواک سیمې ته ورسېد.
د راپورونو له مخې، د کندوز – تخار لار د موټرو پر مخ خلاصه ده.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments