د کمشنرانو د دوسیو لپاره نوي محکمه جوړیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د اداري فساد پروړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ټاکنیزو کمېسیونونو مخکینیو کمشنرانو دوسيې بیرته سترې محکمې ته لیږلي او د دې دوسیو نهايي کول او پریکړه کول یې له خپل صلاحیت پورته یاد کړي.
اوس سترې محکمې پریکړه کړې چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمشنرانو د فساد او بې غورۍ دوسیو ته ځانګړې محکمه رامنځ ته کړي.
معترض نوماندان لا هم شک لري چې دا موضوع به جدي وڅېړل شي او کنه، خو پر ټاکنو د څار بنسټونه بیا اندیښنه لري چې حکومت له دې قضيي سیاسي ګټه اخلي.
د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، ټاکل شوې ژر یوه نوې محکمه د ټاکنیزو کمېسیونونو مخکنیو کمشنرانو د دوسیو په تړاو رامنځ ته شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments