د کمال خان بند، پر نيمروز او هلمند جگړې/ سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

1 Views

د روانې جگړې په ټولو اړخونو بحث نه کوو، بلکې د عنوان مطابق لنډ څه ليکم.
د کمال خان بند:
کمال خان بند د نيمروز ولايت له مرکز زرنج (۹۵) کيلومتره لرې د چاربرجک په ولسوالۍ کې جوړېږي. د ياد بند د څلورم فاز چارې لسگونه کلونه وروسته د ډېرو گواښونو له منلو سره د ولسمشر غني له لوري پيل شوې، ځکه دا د بند د تکميلېدو وروستۍ مرحله ده.
د کمال خان بند لوړوالی (۱۶) متره دی. ذخیره يې د (۵۲) ميليونه مکعب مترو د ظرفيت لرلو تر څنگ د سيلابونو د کنترول لوړه توان هم لري. ياد بند (۹) ميگاواټه برېښنا توليدولی شي او (۸۰۰) زره هکتاره ځمکه به اوبيزه کړي.
ددې بند په جوړېدو سره به د چاپيريال وضعیت ښه او په زرگونو خلکو ته به د کار زمينه برابره شي چې پر دې اړخ بحث ليکنه اوږدوي.
د هلمند سيند او کمال خان:
د هلمند سيند له بابا غره او د هندوکش له لړۍ څخه سرچينه اخلي. له (۱۱۰۰) کيلومتره په اوږدوالي له ډېرو سيمو څخه تېرېږي او د «مارگو دښتې» په زړه کې مزل ته دوام ورکوي. کمال خان ته په رسېدو يې مسير تغير کوي او د ايران په سيستان سيمه کې د هامون جهیل ته ځان رسوي.
د هلمند سيند په څنډو کې ابادي، اقتصادي گټې او پر نورو اړخونو بحث ددې ليکنې د وس کار نه دی.
د هلمند سيند اوبه د هامون جهيل ته چې ددې هېواد دريم لوی جهيل دی، ورتويېږي چې د ايران د اقتصاد او زراعت لپاره ډېر مهم دی.
په کوم ځای کې چې په هامون جهیل کې د هلمند سيند اوبه تويېږي، همدلته هريرود او فراه رود سيندونه هم ورسره يو ځای کېږي.
مقصد ايران په هره ثانيه کې له هلمند سيند څخه (۲۶) مکعب متره اوبه تر لاسه کوي او ددې اوبو کلنۍ اندازه (۸۵۰) ميليونه مکعب متره ته رسېږي چې د سيستان د جهيل ډکولو لپاره تر ټولو لويه سرچينه بلل کېږي.
د کمال خان بند د جوړېدو د مخنيوي لپاره ايران خپل ټول گواښونه کړي ځکه د هلمند سيند کنترول به يې ډېرې سيمې د وچکالۍ له گواښ سره مخامخ کړي او پر اقتصاد به يې منفي اغېز وکړي.
د هلمند جگړه او پر کمال خان بند بريد:
د کمال خان پر بند څو ورځې مخکې بريد وشو او شپږ سرتېري يې شهيدان کړل چې داد سپاه پاسداران کار وو او دوی دا بريد د هغو تالبانو په لاس وکړ چې د قطر دفتر ورباندې نه نفوذ لري او نه يې خبره مني.
د هلمند په جگړه کې د پنجاب په همکارۍ او نظامي مشاورينو نه غږېږو چې هلته له تالب ياغیانو سره همکاري کوي بلکې زه درته د لومړي لاس معلوماتو پر اساس د ايران مداخله باندې بحث کوم.
د هلمند له جگړې درې ورځې مخکې د ايراني تالبانو مشر صدر ابراهيم خاص نماينده ملا عبدالباري اخوند په ناوه ولسوالۍ کې و. له ملا گل اغا او ملا محمدزي سره يې وليدل. عبدالباري دوی ته (۳٫۵) لکه ډالر، دوربین دار ماشيندار او ډرون کمرې ورکړې تر څو د هلمند په جگړه کې ترې کار واخلي. د هلمند جگړه ونښته. کم شمېر سرتېري او زيات شمېر تالبان پکې ووژل شول، خو په دوی کې عام اوسېدونکې ډېر متضرر شول. خو له دې هر څه سره، سره بيا هم زموږ سرتېرو هر څه دفع کړي او دښمن يې خپل هدف ته نه دی پرېښولی.
اخري پيغام دادی چې موږ ټول بايد د اشخاصو پر ځای د خپل نظام تر شا ودرېږو او په يو غږ يې ملاتړ وکړو.

Share this page to Telegram

Comments