د کلیفورنیا اورلګېدنه ځاني او مالي تاوان ترڅنګ 200 کسان لادرکه کړي دي

comments 0

15 Views

هندوکش – امریکا: د امریکايي رسنیو په حوال د تیرې یوې میاشتني اورلګیدنې او بشپړې څیړنې ښيي چې د کلیفورونیا په اور لګیدنې کې تر دوو سوو ډیر کسان لادرکه شوي دي. \
تر درېیو اونیو وروسته په کالفرنیا کې د امریکايي حکومت څېړنې بشپړې شوې دي.
د امریکا د کلیفورنیا ایالت ځایي چارواکو ویلي، چې درې اونۍ یې په پرلپسې توګه په دغه ایالت کې د اورلګېدنې په اړه څېړنې کړې دي.
د سرچینې په خبره دوی تر ډېره هڅه کړې چې په پېښه کې د وژل شوو او ټپیانو په اړه خپل معلومات راټول کړي. چارواکي وایي چې په پېښه کې ۸۸ کسان وژل شوي خو ۲۰۰ کسه لا تر اوسه لادرکه ده. دوی ویلي چې په لادرکه شوو پسې پلټنې شوې دي خو لا هم ددوی هڅو پایله نه ده لرلې.
د ۸۸ وژل شوو له ډلې ۳۳ کسه یې پېژندل شوي دي خو پاتې نور له پېژندګلوۍ وتلي دي.
د امریکا په کلیفورنیا کې درې اونۍ وړاندې سخته اورلګېدنه رامنځ ته شوه چې دوې اونۍ یې دوام وکړ. په دې موده کې ځايي خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments