د کشمیر پر مسئلې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د رویټرز خبري آژانس راپور له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هند تر کنټرول لاندې کشمیر پر وضعیت د غور لپاره مشورتي غونډه کړې.
راپور کې ویلي شوي چې، د تړلو دروازو تر شا له غونډې وروسته ملګرو ملتونو کې د چین استازي ویلي، چې کشمیر کې وضعیت خطرناک دی او د امنیت شورا غړي په عمومي ډول داسې فکر کوي چې هند او پاکستان دواړه باید په یو اړخیز ډول کشمیر کې له اقدام کولو ډډه وکړي.
ملګرو ملتونو کې د هند استازي ایس اکبرالدین ویلي، له خپل اساسي قانونه د ۳۷۰ مادې لرې کولو موضوع د هند کورنۍ مسئله ده. نوموړی وايي، هند د کشمیر په تړاو ټولو هوکړو ته ژمن دی.
د ده په خبره دا باید د هند او پاکستان تر منځ په خپلمنځي توګه حل شي.
بل لور ته ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحې لودي د امنیت شورا غونډې رابللو هرکلی کړی دی.
د لودي له قوله ویل شوي، دغه غونډه د هند هغه ادعا ردوي چې کشمیر د هند کورنۍ موضوع ده.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments