د کشمشو فابریکه جوړیږي

comments 0

3356 Views

هندوکش – کابل: نړیوال بانک افغانستان کې د کشمش په پروسس ۳ میلیونه ډالر پانګونه کوي.
د نړیوال بانک له لوري خپره شوې اعلامیه لیکي چې دا فابریکه به د کابل ښار شمال کې په ۳ میلیونه ډالر جوړه او د بیمې او ساتنې لپاره یې هم نږدې ۸ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.
په دې فابریکه کې به لسګونه کسانو ته کاري زمینه برابره شي او په معیاري ډول به کشمش پروسس کوي.
صنعتکارانو ټولنې مشر شیرباز کمین زاده د نړیوال بانک له دې اقدام خوښ دي او ټینګار دا دی چې د خصوصي سکتور پیاوړتیا کې دې توازن ته پام وشي.
صنعت کاران وایي، افغاني کشمش په بهرنیو بازارونو کې ښه ځای لري، خو دا چې په کور دننه یې پروسس نه کیده د کشمشو ارزښت یې کم کړی و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments