د کریکټ نړیواله شورا: راشد خان به د بنګله دېش سره کیدونکي فاینل لوبه کې ونه لوبیږي

comments 0

125 Views

هندوکش – کابل: ټاکل شوې ده سبا سې شنبه به د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي ټيمونه د درې اړخیزو سیالیو پایلوبه وکړي.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د کرکټ د درې اړخیزو شل اوریزو کرکټ لوبو دا فاینل به داسې وخت ترسره شي چې ښايي راشد خان پکې ونه شي لوبېدلی.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې د افغانستان د لوبډلمشر چپه پښه په تېره لوبه کې ژوبل شوی، نو ځکه یې په فاینل کې لوبېدل په شک کې دي.
د افغانستان او بنګله دېش ټیمونه د شنبې په ماښام ولوبېدل چې د افغانستان ملي ټیم د ماتې د منلو تر څنګ د دې ټیم کپټان راشد خان په فیلډېنګ کې ژوبل هم شو.
د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د کرکټ شل اوریزې سیالۍ له شااوخوا لسو ورځو راهیسې د بنګله دېش په کوربه توب روانې دي.
په دې لوبو کې افغانستان په ګروپي دور کې د زمبابوې او بنګله دېش په وړاندې څلور لوبې کړي چې دوه یې ګټلي او دوه یې بایللي دي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments