د کرکټ په نړۍ کې راشد خان دوهم غوړه توپ اچوونکي شو

comments 0

0 Views

هندوکش – د کریکټ نړیوالې شورا په نوي درجه بندي کې راشد خان د افغانستان کرکټ ملي لوبدلې لوبغاړي د توپ اچوونکو په لیست کې نړۍ په سطح دوهم مقام خپل کړ.
د درجه بندي په حساب راشد خان د نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې هم لس غوره توپ اچوونکو کې شامل دی. نوموړی د نیوزیلینډ له ترېنټ بولټ څخه وروسته ۶۴۹ نمرې خپلولو سره نهم مقام خپل کړی.
خو شل اوریزو لوبو کې راشد خان د هندوستان جسپریت بومراه، د وېسټ انډیز سمیول بدري او د سویلي افریقا عمران طاهر شاته پرېښي او د نړۍ دوهم مقام يي خپل کړی.
د کریکټ نړیوال شورا په دغه درجه بندي کې د پاکستان عمان وسیم شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچوونکی مقام خپل کړی خو راشد خان سره یوازې د یوې نمرې توپیر لري.
راشد خان ۷۱۷ نمرو سره دوهم او عماد وسیم ۷۱۸ نمرو سره لومړی مقام خپل کړی.
له راشد خان سربېره محمد نبي هم د ال راونډر په توگه د نړۍ پنځه غوره لوبغاړو کې شامل دی او د نړۍ مشهورې څېرې يي شاته پرېښي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو یوې ورځڼیو لوبو درجه بندۍ کې محمد نبي ۳۱۶ نمرې خپلولو سره د نړۍ څلورم غوره ال راونډر دی.
دغه درجه بندۍ کې محمد حفیظ لومړی، شکیب الحسن دوهم او انجېلو متیوز درېیم مقام لري.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply