د کرکټ بورډ او شهزاد متضادې څرګندونې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغان کرکټ ملي لوبغاړي شهزاد محمدي ادعا کړې چې ټپي نه دی او په ناحقه له لوبډلې ایستل شوی دی.
تیره ورځ کابل ته له رارسیدو سره سم وېکټ ساتونکي شهزاد محمدي وویل، د نړیوال جام د سیالیو په ترڅ کې هېڅ ټپي شوی نه دی او په ناحقه له ملي لوبډلې ایستل شوی.
خو تیره ورځ بیا کرېکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه د شهزاد محمدي د طبي معایناتو پایلې خپرې کړي، چې پکې د هغه په زنګانه کې ستونزې ته اشاره شوې، خو د ډاکترانو د سپارښتنې په تړاو په کې څه نه دي ویل شوي چې محمدي ته یې د لنډې او که د زیاتې مودې د ارام مشوره ورکړې ده.
تېره پنجشنبه کرکټ بورډ اعلان وکړ چې شهزاد محمدي د زنګانه د ټپ له امله نور نشي کولی په نړیوال جام سیالیو کې لوبه وکړي او له همدې امله له ملي لوبډلې بهر شوی.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments