د کرونا په بودجه کې د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته څلور واليان ورپېژندل شوي

comments 0

65 Views

هندوکش – کابل: د حکومت یوه چارواکي ویلي، چې د میدان وردګ والي عبدالیمین مظفرالدین، د بدخشان والي ذکریا سودا، د نورستان پخوانی والي حافظ عبدالقیوم او د هرات پخوانی والي عبدالقیوم رحیمي د کرونا پر ضد د مبارزې له بودجې څخه د شخصي ګټې پورته کولو او فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.
د افغانستان د پلټنې عمومي ادارې چارواکو د روانې میاشتې په پیل کې دغو چارواکو ته خبرداری ورکړ، چې دوی به د حکومتي سرچینو د ناسمې کارونې او بې پروایۍ پر تور عدلي او قضایي بنسټونو ته ورو پېژندل شي.
د دغې ادارې لومړۍ موندنې ښیي، چې کرونا ته د ځانګړيو شویو پیسو په لګښت کې هیڅ روڼتیا نشته. په ځانګړي توګه د تجهیزاتو په پېرودلو کې، چې د بازار بیې څخه ډېر ګران پېرودل شوي دي.
د یوه توکي په پېرودلو کې هم توپیر لیدل کیږي. د بېلګې په توګه یو دیجیتل تبښود( ترمامیتر) په بدخشان کې پر ۱۲۰۰۰، په هرات کې ۲۴۰۰۰ او په لوګر کې ۹۱۰۰۰ افغانۍ پېرودل شوی دي.
د افغانستان پلټونکې غزال حارس ویلی: پداسې حال کې، چې پیسې د کورونا پر وړاندې د مبارزې لپاره وې؛ خو په ځینو ولایتونو کې خوبکټونه، ګرځند ( مبایلونه) او ان ۷۵ انچه تلویزیونونه اخیستل شوي دي.
د عمومي پلټونکې د موندنو له مخې؛ که څه هم حکومت د ګران بیو طبي ماشینونو پېرودلو تر نامه لاندې پیسې ورکړي، خو پرځای یې زاړه کارول شوي. د بېلګې په توګه هرات ته ګران بیه او نوي پي سي آر ماشینونه پېرودل شوي؛ خو زاړه ورلیږدول شوي وه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments