د کرونا ویروس؛ ملګري ملتونه په اسلامي نړۍ کې د سمدستي اوربند غوښتونکي شول

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په نړۍ کې د جګړې د شدت او بې‌وزله خلکو ته‌یې د زیان له کبله د سملاسي اوربند غوښتنه کړې.
په نړۍ کې په شدت سره د کرونا ویروس خپرېدو او تر خوا یې د جګړو زیاتوالي، ملګري ملتونه په سملاسي ډول د اوربند غوښتو ته اړ کړي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، په ټوله نړۍ کې وسله‌والې نښتې ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.
ښاغلي ګوترش د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۵» په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: “د دې جګړو زیان د ټولنې تر ټولو زیانمن قشر ته رسېږي او له همدې کبله د سملاسي اوربند غوښتنه کوم.”
د ملګرو ملتونو سرمنشي په ډېره چټکتیا د کرونا ویروس خپرېدو ته اشاره کړې او لیکي: “کرونا ویروس ملیت، قومیت، جناح یا هم ایمان ته اهمیت نه‌ورکوي، بلکې په ټولو برید کوي.”
ملګري ملتونه داسې مهال په ټوله نړۍ کې د سملاسي اوربند غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیک سره سره هم طالبانو پر افغانانو بریدونو ته په خورا شدت دوام ورکړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments