د کرونا ویروس؛ افغان ولسمشر طالبانو ته د اوربند وړاندیز کړی

comments 0

1 Views

هندوکش ــ کابل: تازه ولسمشر محمد اشرف غني هم پر طالبانو غږ وکړ چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او اوربند وکړي.
ولسمشر ملت ته په خپل پیغام کې طالبانو ته خبرداری ورکړ، که اوربند ونه‌کړي د ټولو بدو پایلو مسؤلیت به‌یې پر غاړه وي.
هغه زیاته کړه: “زه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوم چې د دیني عالمانو غږ ته لبیک ووايي او د کرونا مصیبت څخه د خلکو د ژغورنې په خاطر پر اوربند موافقه وکړي، که فاجعه پېښه شي، نو خدای او ملت شاهد دي چې مسؤلیت به‌یې د طالبانو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو په غاړه وي.”
خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایې، د اوربند په اړه غوښتنه او په دې اړه پرېکړه له وخته مخکې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په روان وضعیت کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وړاندیز هرکلی کوي.
هغه وویل: “د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون تل د جګړې په دواړو لورو غږ کړی چې جنګ د بشر حقونو د نقض یو عامل دی، همدا ډول په داسې حساس وضعیت کې چې له یوې خوا په نړۍ کې کرونا ویروس او له بلې خوا جنګونه دي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي دا غوښتنه چې اوربند دې وشي، موږ یې هرکلی کوو او د جګړې له ښکېلو لورو غواړو چې اوربند ته غاړه کېږدي.”
ولسشر غني داسې مهال وسله والو طالبانو ته د اوربند وړاندیز کوي چې د حکومت بېلابېلو چارواکو هم د کرونا ویروس د خپرېدو له شدت سره سم، له طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي.
د افغانستان حکومت وايي، اوربند به زمینه برابره کړي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره پراخه مبارزه وشي او تر خوا به‌یې د سولې خبرې هم په ښه ډول مخ ته ولاړې شي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments