د کرواسیا ولسمشره کابل ته راغلې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کرواسیا ولسمشره نن کابل ته په نااعلان شوي سفر راغله.
کولندا ګرابر له اجرایه رییس سره وکتل او په دوه اړخیزو اړیکو سربیره یې د سولې او افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه وکړه.
ګرابر په مزار کې د خپل هېواد له مېشتو سرتیرو سره هم کتلي دي او د افغانستان امنیت یې د ټولې نړۍ لپاره مهم بللی دی.
اجرایه ریاست لیکلي، له ترهګرۍ سره مبارزه، د سولې تامین، ټاکنې د افغانستان او کروشیا د اړیکو پراختیا د دې ناستې اصلي مسایل و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments