د کرنې وزارت معیاري مسلخ ګټنې ته وړاندې کیږي

comments 0

321 Views

هندوکش – کابل: لومړنی معیاري مسلخ به تر یوې میاشتې پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
کرنې وزارت وایي، په هېواد کې د معیاري مسلخونو د جوړولو چارې په چټکۍ رواني دي او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به د ریشخور معیاري مسلخ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ریشخورو په مسلخ شپږ ميلیونه ډالر لګښت راغلی چې د مسؤلینو په خبره د کابل ښاریانو ته به تر روغتیایي معایناتو وروسته صحي، حلاله او تازه غوښه ورکوي.
یاد مسلخ په ۸ ساعته کاري شفټ کې د ۵۰۰ وریو او ۱۰۰ غوایانو د ذبحې او اماده کولو وړتیا لري.
ټاکل شوې چې تر راتلونکي یوه کاله پورې د هېواد په څلورو نورو ولایتونوکې د څلورو نورو مسلخونو چارې هم بشپړې شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments