د کرايې ټوپک؛ د طالب قوماندان جالبه کيسه / بريالی وياړ.

comments 0

0 Views

څو ورځې مخکې يو ملګری له هلمنده کابل ته راغلی و. هلته يې د يوه طالب قوماندان په اړه جالبه کيسه راته وکړه. زه يې کټ مټ د د ده په ژبه، خو د الفاظو او ادبياتو په توپير همدلته درته ليکم:
“د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې يو طالب قوماندان اوسېد. نوم يې ملا سديس و. ده لېزري وسلې درلودې. د لېزر په وسيله يې په نښه ويشتلو کې پوره مهارت درلود. د ده په اړه ويل کېده چې د پاکستاني پنجابيانو له لوري روزنه ورکول شوې وه. دی بېخي په سيمه کې د طالبانو په بزبوزکه مشهور و.
کله به چې طالبانو پر کومه پوسته حمله کوله له ده څخه به يې همکاري غوښته. ده له طالبانو سره د دغې همکارۍ لپاره خپل ځانګړی قيمت درلود. مثلا: پر کومه پوسته به چې د بريد پلان جوړ شو. طالبان به ورته چمتو شول. بيا به يې له ده څخه لېزري وسله وغوښته. طالبان به پوستې ته ولاړل حمله به يې پر وکړه.
هر عسکر چې د سديس په لېزري وسلې په شهيد شو؛ ده يې په بدل کې ۵۰ زره کلدارې غوښتې. يانې ده خپل لېزري وسله، نورو طالبانو ته په کرايه ورکوله. هر څومره عسکر به يې چې د ده په ټوپک شهيدان کړل، د نفر پر سره به يې ده ته پنځوس زره کلدارې ورکولې. دا د ملا سديس د کرايه ټوپک ځانګړی قيمت و.
ملا سديس يوه بله عجبه کرايه هم درلوده. عجبه دا چې خپل ځان يې کرايه کاوه. مثلا: که طالبانو به له ده غوښتنه وکړه چې جګړې ته ورسره ولاړ شي، ده به چې په خپل لاس هلته هر څومره عسکر شهيدان کړل، د نفر پر سر يې يو لک کلدارې ترې غوښتې. د ځان پر کرايه يې يو لک غوښتې، د ټوپک پر کرايه يې پنځوس زره کلدارې غوښتې.
دا د ملا سديس ځانګړي قيمتونه ول. ملا سديس په خپله سيمه کې خورا مشهور و. هغه له دې لارې خورا ډېرې پيسې پيداکړې. بيا يې هلته مځکه رانيولې. خورا شتمني يې پيداکړه. هغه د دې تر څنګ د نشه يي توکو په کارو بار کې هم شريک و. هلته يې له قاچاقبرو سره اړيکې درلودې. د نشه يي توکو په لېږدونه کې يې پوره همکاري ورسره کوله.
له ملاسديسه ورو – ورو سم ډاکو جوړ شو. بيا يې څو ماينې وکړې. ځانته يې کورونه او ودانۍ جوړې کړې. ملا سديس چې په بزبوزکې يې مشهوريت پيداکړ؛ د ابليس په رقم چلباز او مکار و. ډېری سرتېري يې شهيدان کړل. وروسته هوايي ځواکونو په خپل مرکز کې له لېزري وسلو سره يوځای ختم کړ، په هلاکت يې ورساوه”
تبصره:
دا په هلمند کې د طالبانو د جهاد يوه کوچنۍ بېلګه ده. سرتېري يې په روپو شهيدانول. د هغوئ پر سر يې ځانګړی قيمت ايښی و. دغه ډول جګړه چې هغه د طالبانو امارتي پنډل بيان ته يې داخله کړې، د کوم منطق له مخې جهاد بلل کېدلی شي؟ زموږ سرتېري له دغسې وحشتونو سره مخامخ دي. له دغسې ورانکارو او قاتلانو سره جنګېږي. د طالبانو د جګړې اثار ډول له ورايه مالوم دي. يوه ډله يې د پيسو لپاره جنګېږي. بله يې عقدې په سر نيولي. بله ډله يې د ناپوهۍ او جهالت په تبه اخته وي.
نور يې د چور او تالان لپاره ولاړ دي. دوئ پر دغسې يو ناروا او له وحشته څخه ډکې جګړې باندې د جهاد نوم ور سريښ کړی دی. د طالبانو هر ډز او هره کړنه اول د اسلام دويم د افغانستان پر ضد ده. ګټه يې پاکستان، روس، ايران او نورو هېوادونو ته رسيږي. دوئ چې خپله جګړه هر څومره سره وپېچي، هر څومره دلايل ورته وتراشي، مګر حقيقت او اصليت يې ملا سديس دی. ملا سديس بايد د افغانستان په تاريخ د طالبانو د جګړې د اصلي پيغام په توګه ثپت شي.
افغان سرتېرو ته زما سپارښتنه دا ده چې پر طالبانو رحم ونکړي. پر طالبانو رحم کول،د خدای تعالی له فرمانه سرغړونه ده. د خدای تعالی فرمان دا دی چې چا دې پر وطن، ولس او عزت تېری در وکړ، ته يې بايد ځواب ووايي او ختم يې کړې. طالبانو د افغانستان پر عزت تېری کړی دی. د اسلام تصوير يې په نړۍ کې تر ټولو بد معرفي کړی دی. د پاکستان جګړه يې له پنجاب زموږ د وطن کليو او کوڅو ته راوړې ده.

Share this page to Telegram

Comments