د کجکي برېښنا بند د دویم فاز د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي

comments 0

3 Views

هندوکش ـ هلمند: د هلمند ولایت چارواکي وايي، د کجکي د برېښنا بند د دویم فاز د رغونې چارې په چټکۍ روانې دي.
د دغه بند درې توربینونه په مجموع کې د ۱۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
د والي ویاند عمر ځواک پرون رسنیو ته وویل: “چارې یې په منظم او ګړندي ډول مخ ته روانې دي. هڅه هم کېږي چې د دغو چارو لیدنه وشي، چې په منظم او باکیفیت ډول یې چارې مخ ته لاړې شي.”
د کجکي د دویم فاز د پروژې د رغونې کارونه دوه نیم کاله مخکې پیل شوي چې یو ترکی شرکت یې مخ ته وړي.
پر دې پروژې شا وخوا ۱۷۵ ملیونه ډالره لګښت راځي او دغه ترکی شرکت به ۲۰ کاله د برېښنا د تولید په ګټه کې شریک وي.
د اوبو د تنظیم ادارې ویلي له دې سره به سل زره کورنۍ د برېښنا له نعمت نه برخمنې شي.
عبدالله اڅکزی

Share this page to Telegram

Comments