د کاناډايي کمپني ۳۷ کارکوونکي وژل شوي

comments 0

133 Views

هندوکش ــ کابل: د بورکینافاسو کې چارواکي وايي، د کانونو کمپنۍ پر کاروان برید شوی چې له امله یې ۳۷ کسان وژل شوي او ۶۰ ټپیان دي.
د کاناډایۍ کمپنۍ سیمفو د کارمنانونو لېږدونکو پنځو بسونو باندې د چهارشنبې په ورځ له بونګو ۴۰ کیلومتره لرې برید شوی دی.
ویل کېږي تر وسلوال برید مخکې د پوځي بدرګې ګاډي باندې د ښخ شوي ماین چاودنه شوې ده.
دا تېرو ۱۵ میاشتو کې پر سمفو دریم مرګونی برید دی.
د لوېدیخې افریقا دغه هېواد د اسلامي توندلارو له تاوتریخوالي سره مخ دی چې وروستیو کلونو کې یې په سلګونو کسان وژلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments