د کانادا نوي طرحې له مخې به افغان سکانو ته په کانادا کې پناه ورکړل شي

comments 0

0 Views

هندوکش – کانادا: په کانادا کې چارواکي وایي چې د کاناډا حکومت افغان سېکانو او هندوانو ته د پناه ورکولو پر طرحه کار کوي.
د کاناډا حکومت وایي پر هغه طرحه کار کوي چې له مخې به یې دغه هېواد افغان سېکانو او هندوانو ته پناه ورکوي.
څه موده وړاندې په هند کې د سکانو او هندوانو د خوندیتوب یوه بنسټ له کاناډا وغوښتل چې افغان سکانو او هندوانو ته په خپل هېواد کې پنا ورکړي.
دغه بنسټ ویلي و چې په افغانستان کې د یادو وګړو ژوند ته خطرونه متوجه دي نو ځکه ددې اړتیا ده، چې د کاناډا په څېر کوم بهرنی هېواد پنا ورکړي.
اوس د کاناډا حکومت ویلي چې دوی پر دې طرحه کار کوي او راتلونکی میلادي کال به یې پایلې اعلان کړي. د سرچینې په وینا دوی به وګوري چې څنګه کولی شي په دې برخه کې د هندوانو او سېکانو د خوندیتوب له بنسټ سره همکاري وکړي.
یاد بنسټ وروسته له دې له کاناډه دغه غوښتنه وکړه، چې په جلال اباد ښار کې په یوه ځانمرګي برید کې ګڼ سکان او هندوان ووژل شول.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments