د کاري فرصتونو نندارتون جوړیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د مارچ یا د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ د یوه نندارتون چمتووالی نیول شوی دی.
دا نندارتون به څلور ورځي دوام وکړي چې شاوخوا درویشت زره ځوانانو ته به د کار او لوړو زدکړو زمینه برابره شې.
صیام بزنس، ځینې وزارتونه او خصوصي سکتور د دې نندارتون عملیاتي چارې پرمخ وړي چې پایلو ته یې زیاتې تمې دي.
د مخابراتو وزارت په پام کې لري چې د دې نندارتون له طریقه هغو ښځو ته انلاین سوداګري برابره کړي چې په کور ناستې دي.
سوداګرۍ خونه د ښځو ونډه د افغانستان اقتصادي وده کې اړین یادوي او وایې چې وروستې کلونو کې ښځو یواځي صنعت برخه کې ۳۵ سلنه ونډه اخیستې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments