د کاجو حیرانونکې ګټې

comments 0

1 Views

کاجو په وچو میوو کې یو داسې میوه ده چې روغتیايي ګټې يې د پام وړ دي، کاجو په وټامنونو ،منرالونو او اینټي اکسیډنټ خواصو به درلودو سره روغتیا ته ډیره ګټه لري، کاجو په وزن کمولو او د زړه روغتیا ته ښه ثابت شوی
د کاجو په خوراک سره کولیسټرولو کمیدل، د ګوزڼ یا فالج له خطرناکې حملې څخه بچ کیدل راځي، په نړۍ کې خلک کاجو په مختلفو ډولونو سره خوري، ځینې په شیدو کې ګډوي، ځینې ترې حلوا جوړوي او په جنوبي اسیا هیوادونو کې ترې خواږه مټهايي جوړیږي.
کاجو چې په اینټي اکسیډنټ خواصو لرونکی ده کلیسترول کموي چې له امله د زړه حملې مخنوی کیږي، يوه څېړنه چې د کاجو په اړه شوی ده وايي، چې کاجو د لوړ فشار کمولو کې مرسته کوي له دې علاوه کاجو د منرالونو ، وټامنونو، پوټاشیم او فولک اسيډ لرونکی ده چې دا ټول زړه سالم ساتي.
کاجو په وزن کمولو کې هم مرسته کوي، که څوک غواړي چې وزن يې کم شي نو کاجو د هره ورځ د خوراک برخه وګرځوي چې په کم وخت کې به وزن کمیدل شروع شي.
تاسو ته معلومه ده چې د هډوکي کلکوالی کلسیم پورې اړه لري نو کاجو هم د کلسیم او مګنیشم ښه سرچینه ده.

Share this page to Telegram

Comments