د کابل کنفرانس ته تمې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د بهرنیو چارو وزارت وایي، د کابل په کنفرانس کې به د افغان سولې او له تروریزم سره په جدي مبارزه خبرې وشي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وویل، دا کنفرانس د افغان حکومت لپاره یو بل فرصت دی چې د سولې په تړاو د خلکو غږ تر نړیوالو ورسوي.
افغان حکومت د کنفرانس لپاره پوره چمتوالی نیولی او ولسمشر باور ښودلی چې حکومت به وروستی وړاندیز طالبانو ته طالبان به هم د سولې وړاندیز حکومت ته وکړي.
د ولسي جرګې ځینې غړي ټینګار کوي چې حکومت باید په دې ناسته کې د هغو هېوادونو په اړه اسناد وړاندې کړي چې د سولې پروړاندې خنډونه برابروي.
ټاکل شوي د کابل کنفرانس سبا چهارشنبه په کابل کې د ۲۵ هېوادونو د استازو په ګډون پیل شي او د خبرو اجنډا به یې له ترهګرۍ سره مبارزه او د سولې پروسې بریالي کیدل وي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *