د کابل ښار نهمې حوزې په برید کې لس کسان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په کابل کې امنیتي چارواکي وایي چې تیره شپه د موتر پر مت په برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او له ۳۰ زيات ټپيان دي.
دا په داسی حال کې ده چې د کابل ښار نهمې حوزې سیمه کې چهارشنبه ماښام موټر بم چاودنې، له ۴۰ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي دغه پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او له ۳۰ زيات ټپيان شوي دي.
امنیتي چارواکو رسنيو ته ويلي، وژل شویو کې بهرنیان هم شته، خو ډېری قربانیان يې ملکي وګړي دي.
ځايي چارواکي وايي، چاودنه د یوه برتانوي قراردادي شرکت ځای کې چې د افغان ځواکونو روزنه کوي شوې ده. دغه شرکت هم پر خپله ټویټر پاڼه برید تایید کړی دی.
د راپورونو پر اساس له موټر بم چاودنې وروسته وسله والو ډله ییز برید هم کړی او تر ډېره وخته ډزې راوانې وې.
وسله والو طالبانو ویلي، دغه برید دوی کړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments