د کابل ښار لپاره د ملي امنيت رياست «۱۰۰۱» ځانګړې شمېره اعلان کړه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په کابل کې د ملي امنيت رياست له لوري د ترهګرزو بریدونو او ورانکارو کړنو د مخنيوي لپاره د چټک غبرګون ځانګړې برخې د «۱۰۰۱» شمېره اعلان کړې.
ددې شمېرې له لارې کابل ښاريان د هر ډول تروریستي او مشکوک فعالیت په تړاو د ملي امنيت رياست منسوبينو ته اطلاع ورکولای شي.
د ملي امنيت رياست ددې برخې مسولین وايي چې د اطلاع ورکونکي هویت به له دوی سره پټ وي او په ډير جديت سره به دوی د خلکو ستونزو ته رسيده ګي کوي.
ياده شمېره چې اوس فعاله شوې ۲۴ ساعته د کابل ښاريانو په خدمت کې ده او دوی هر وخت کړای شي د ملي امنيت له رياست سره د مشکوکو کړنو په تړاو همکاري وکړي.
د ياد ریاست مسولین وايي چې کابل ښاريان دې د ځاني خونديتوب په خاطر له دوی سره مرسته وکړي څو د ترهګريزو کړنو، چاودونو او نورو وحشتونو مخنیوی وشي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments