د کابل ښار د دشت برچې په سل بستریز روغتون د وروستي برید په اړه / د متحدو علماود شورا اعلامیه!

comments 0

1 Views

(وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا ) نساء سوره، ۹۳ آيت.
متدیـــــــنوهېــــــوادوالـــــو!
یو ځل بیا د دین او انسانیت دښمنانو د روژپه مبارکه میاشت کې چې د عبادت، طاعت، رحمت، مغفرت او د دوزخ له اوره د خلاصون میاشت ده او مسلمانان هڅه کوي تر څو له خپل خالق څخه د تیرو ګناهونه بخښنه وغواړي، خو له بده مرغه چې د طالب او داعش تر نامه لاندې ترهګري، انسان وژنکي ډلي نه دا چې روژې مبارکه میاشتي ته درناوې ونکړ بلکه په داسې یو ستر جنایت یې لاس پورې کړ چې په هیڅ دین، ایین او مذهب کې ځای نلري او حتی انسان یې په ژبه ویلو ته هم عاجز دی چې څرنګه یې بیان کړ، هغه دا چې دغو انسان وژونکو ډلو د کابل ښار د دیارلسمې ناحیي په اړوندو کې دشت برچې په سل بستریز روغتون باندې ځانمرګي او ډلییز برید تر سره کړ، چې د ښځو او ماشومانو حتی د نوې زیږیدلو ماشومانو په ګدون زمونږ په لسګونو تنه مظلوم او بې ګناه هیواد وال شهیدان او ټپیان شول، هاند دا چې دغو انسان وژونکو په ډیري بې رحمی سره په یاد روغتون کې هغه ښځینه ناروغان چې ولادې ناروغتیا یې درلوده سره له نوي زیږدلي ماشومانو سره یې تر خپلو وحشیانه بریدونه لاندې راوستي او په شهادت یې رسولي دي، چې د یادې پیښي شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له درباره جنت فردوس او ټپیانو ته یې عاجله شفا او د پیښو عاملینو آبدی جهنم غوښتنه کوو.
حال دا چې د اسلام مقدس دین او ټولو اسلامی، انساني او نړیوالو قوانینو له مخې په ټولګټو ځایونو او په ځانګړی توګه روغتیایی مراکز، داکتران او روغتیایی کارکوونکي، ښځي او ماشومان له هر ډول برید څخه په امن کې دی، ځکه چې په دغه ځای کې د انسانانو درملنه کیږي هاند دا چې د دښمن هغه ټپیان چې د جګړی په لیکو کې پاتي کیږي هم تر درملنی لاندې نیول کیږي.
خو له بده مرغه چې د داعش او طالب تر نامه لاندې انسان وژونکو ډلو تل دغه شان ناخوالی او کرغیړنی پیښی زمونږ د ولس پر وړاندې ترسره کړی او د افغانانو په وژلو یې خپل بهرني باداران خوشحاله کړي ، افسوس پداسی افغان چې د پردیو اهدافو په خاطر د مظلومو افغانانو نه قربانی اخلی او بیا د جهاد نوم ورکوی حال داچې د اسلام مقدس دین هیچاته اجازه نه ورکوي ترڅو د یو بیګناه او بی دفاع انسان ژوند ته زیان ورسوی. ولی بد بختانه دغه تکفیری او انسان وژونکي ډلي داسلام اوانسانیت پرخلاف تل زمونږ له مظلوم ولس څخه قرباني اخلي.
حال دا چې الله تعالی فرمایلي: ( مَنْ قَتَلَ نَفْساً بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسادٍ فِي الْأَرْضِ فَکَأَنَّما قَتَلَ النَّاسَ جَميعاً وَ مَنْ أَحْياها فَکَأَنَّما أَحْيَا النَّاسَ جَميعاً)سوره مائده آیه (32).
همدارنګه د اسلام ستر پیغمبر فرمایی:
ژباړه : د هغه انسان د ویني تویوول حرام دی کوم چې دخدای (ج) په وحدانیت او د حضرت محمد (ص) په رسالت چې د خدای (ج) پیامبر دی ایمان ولری. ( الحدیث ).
نو د افغانستان د متحدو علماو شورا هر ډول ترهګریزی کړني د اسلام ضد عمل بولی او په څرګنده توګه اعلانوي چې د دغه شان کړنو عاملین به د الله جل جلاله د حکم پر بنست د جهنم په سرو لمبو کې سوزیږی او ابدالابد به په جهنم کی اوسیږی او د افغانستان شریف ولس ته اعلانوو چې د الله جل جلاله د ژمني مطابق ، حق تل بریالی دی او انشالله ترهګر به زر ترزره له منځه ځي او له خدای (ج) نه خواست کوو ترڅو نور زمونږ ګران افغانستان کې یو سراسری سوله او ثبات قایم او نور د جګړي او انتحار له شر نه مو ولس ته خلاصون ورکړي . وسلام
لیکوال : نوید احمد څرک

Share this page to Telegram

Comments